د ترکیې په منځګړیتوب د روسیې، اوکراین او ملګرو ملتونو ترمنځ داسې هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به یې روسیه اوکراین ته اجازه ورکوي چې د تور سمندر له لارې غله دانه نورو هېوادو نو ته صادره کړي. دا هوکړه د ترکیې په استبول کې د درېیو هېوادونو د استازو او ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش لخوا لاسلیک شوه. دا په تېر فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې لومړنی هوکړه لیک دی چې د اوکراین او روسیې ترمنځ لاسلیکېږي. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې که له اوکراین نه غنم، جوار او نور غله دانه صادر نه شي، ګڼ هېوادونه به له لوږې سره مخ شي. اوس د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، هیله من دی چې د دې هوکړه لیک له لاسلیک کېدو سره په نړۍ کې د خوراکي توکو کړکېچ راکم شي. ګوترېش وايي، ښايي دغه هوکړه د ملګرو ملتونو د مشر په ډول د ده تر ټولو مهم کار وي. د تېرې فبرورۍ پر ۲۴ چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، د اوکراین غنمو نشتوالي له کبله په ټوله نړۍ کې میلیونونه انسانان د احتمالي لوږې له خطر سره مخامخ دي.