د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۵۳۴ افغان کډوال په داوطلب او اجباري ډول له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شمېر افغان کډوال وړمه ورځ هېواد ته راغلل. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې ۴۷۴ کډوال چې ۲۳ کورنۍ دي، له ایران څخه د نیمروز له لارې هېواد ته ستانه شوي چې ۳۱۵ کسان یې په اجباري ډول له هغه هېواد ایستل شوي دي. د سرچینې په وینا، له دې ډلې ۱۸۱ کسان چې ۲۴ کورنۍ کېږي د مرستو تر لاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوالۍ نړیوالې ادارې ته معرفي شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څلور ورځې مخکې ویلي وو، په څو وروستیو ورځو کې له ۲۵۰۰ ډیر افغان کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي او له دې ډلې ۱۶۰۰ کسان په اجباري ډول له ایرانه ایستل شوي دي.