هند افغانستان ته راګرځېدل پيل کړي دي. ایرو ایشیا رېوېو نشریه په یوه مقاله کې لیکي چې هند په افغانستان کې د خپل ماموریت د پیلولو لېوالتیا لري چې په همدې لړ کې یې افغانستان ته بېرته راتګ ته ادامه ورکړې ده.
دغه نشریه وایي هند په افغانستان کې خپلې ګټې لري، چې د هغې لپاره غواړي په افغانستان کې حضور ولري خو تر څنګ یې د امریکا لارښوونې هم عملي کوي. په مطلب کې راځي چې هند هڅه کوي افغانستان د یوه ښه متحد په توګه په خپل څنګ کې ولري څو په دې توګه له پاکستان او ځینو وسله والو ډلو دوی ته متوجه خطر کابو کړی شي.
سرچینه کاږي چې په ټوله کې له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو ديپلوماتیک حضور د ټولو په ګټه دی او دلته پرمختګونو ته زمینه برابرولی شي.