د کندهار ولایت د طبي بوټو د کروندګرو او ترویج کوونکو ټولنه وايي، که حکومت ورسره همکاري او مرسته وکړي ډيری هغه درمل چې اوس مهال له بهر څخه هېواد ته راځي خپله جوړ او هېوادوالو ته وړاندې کړي. د دوی په خبره، چې افغانستان د طبي بوټو له پلوه یو غني هېواد دی او دوی کولای شي، چې ډیری درمل په هېواد کې دننه تولید کړي.