ایران، ترکیې او روسیې په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. دوی د آستانه په کنفرانس کې پر درې اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي چې په دې کفنرانس کې د ایران ولسمشر، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ګډون کړی و. ددې کنفرانس تر پیل مخکې ایراني مشرانو پر اوکراین د روسیې برید وستایه او پوتین ته یې وویل، چې ناټو د نړۍ لپاره یو خطرناک بنسټ دی او که پوتین پر وخت اقدام نه وای کړی نو ناټو به دا جګړه پيل کړې وه. دوی همدا راز پر خپلو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. ایراني او روسي لوري په خپلو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.