د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد د غالیو صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د حمل میاشتې راهیسې یې تر سرطان میاشتې پورې د څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ د ترکیې، هند، پاکستان، چین، امریکا، متحده عربي اماراتو، ایټالیا او ازبکستان هیوادونو ته صادرې کړې دي.