د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د جولای میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې ۱۰ تنه د کانګو وینې بهېدونکې پر ناروغۍ اخته شوي، چې له ډلې یې دوه تنه مړه شوي دي. راپور کې زیاته شوې، چې د روان کال له پیل راهیسې افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته ۷۱۵ کسانو له ډلې څخه ۷۸ مړه شوي او تر ټولو زیاتې مړینې په کابل او بلخ ولایتونو کې ثبت شوي دي.د دغه سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په اوو میاشتو کې په افغانستان کې د دغو ناروغانو له ډلې یې ۲۹ عشاریه ۴ سلنه ښځې وې.