هرات ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی. د هرات ولایت ځايي چارواکي وایي چې په وروستیو کې ددغه ولایت سیاحتي سیمو او تاریخي ځایونو ته د خلکو ورتګ ډېر شوی دی. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې په وروستۍ یوه اونۍ کې دغه ولایت ته شاوخوا دېرش زره کورني او بهرني سیلانیان ورغلي دي او ددغه ولایت له مهمو سیمو یې لیدنه کړې ده.
سرچینه دغه راز زیاتوي چې دوی د سیلانیانو لپاره د اسانتیاو او امنیت ډاډ ورکوي او لا ډېر خلک هڅوي چې د هېواد بېلو سیمو ته سفرونه وکړي، چې دا به نه یوازې حکومت بلکې عامو وګړو ته هم د ګټې وټې سرچینه شي. په وروستیو کې ځاځي آریوب، کونړ او بامیانو ته هم زرګونه سیلانیان ورغلي دي.