د یونما د سیاسي برخې مشرسکاټ سميت وايي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي غواړي د ۲۰۲۳ کال له پای ته رسېدو مخکې د دوحې ناستې ته ورته یوه لویه غونډه جوړه او د سرپرست حکومت مشرانو ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړي. نوموړي دغه خبرې د سرپرست حکومت د سیاسي معاوینیت د دفتر له رییس سره په لیدنه کې کړې دي. سمیت دغه راز له افغانستان سره د نړۍ د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې افغانستان کې امنیت تامین او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په ګټورو پروژو کار پیل شوی.








