د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې افغان حکومت له ټولو هغو ناستو چې پکې د ازاد، باثباته، متحد، له جنګ او له مخدره موادو څخه پاک افغانستان څخه پکې ملاتړ شوی، له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام او د کډوالو د راستنېدا په برخه کې د اسانتیا برابرولو یادونه شوې، ستايي او په دې تړاو هر راز همکاري ته چمتو دی. بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو په خپره کړې یوه اعلامیه کې ویلي، هیله لري چې د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکې سرمشریزه غونډه کې چې په قزاقستان کې ترسره کیږي افغان حکومت ته هم پکې د ګډون زمینه برابره شي.








