د کندهار د ګمرک ریاست مسوولین د سپین بولدک په سرحدي ګمرک کې د ۶ ټنه المونیم او ۱۰ کارتنه د ویلډېنګ سیخانو د نیولو خبر ورکوي. د دغه ولایت د ګمرک ریاست ویاند خلیل الرحمان وردګ وايي، چې د سپین بولدک سرحدي ګمرک منسوبینو د یوې لارۍ موټر د تېلو په ټانکۍ کې ځای پر ځای شوي شپږ ټنه المونیم او ۱۰ کارتنه د وېلډینګ سیخان چې بهر ته قاچاق کېدل، کشف او نیولي دي. وردګ زیاته کړه، چې ورته مهال د یاد ګمرک منسوبینو په یوه صادارتي ډاکسن موټر کې ۱۲۰ کیلوګرامه ځای پر ځای شوي میسي سیمان چې له هېواده بهر ته قاچاق کېدل هم نیولي دي. نوموړي وویل، چې په دې تړاو دوه تنه نیول شوي، چې له څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.








