د ملګرو ملتونو سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي د افغانستان لپاره د دغه سازمان د نوي چوکاټ پر بنسټ، د ښځو او نجونو مسایل، قومي او مذهبي لږکي او کورني بېځایه شوي په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو سازمان په کاري لومړیتوب کې به وي. نوموړي ویلي چې دغه ستراتيژیک چوکات به، د اړینو خدمتونو د دوام، د ژوند او اقتصاد لپاره د فرصتونو برابرولو او د ټولنیز پیوستون په اډانه کې د جنسیتي برابرۍ او بشري حقونو په ګډون په درې ګډو لومړیتوبونو متمرکز وي. اقتصاد وزارت بیا، اوسني وضعیت ته په کتو د افغانانو د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو رول مهم بولي. تر دې مخکې، ملګرو ملتونو ویلي، د نوي ستراتيژیک چوکاټ پر بنسټ به یې په افغانستان کې فعالیتونه تر ۲۰۲۵ کاله یعنې تر دوو نورو کلونو وغځېږي.








