په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل ویلي کهچېرې د نجونو د زدهکړو مسئله حل شي، له افغانستان سره به د نړۍ تعامل زیات شي. پوتزل زیاته کړې ښځې حق لري چې په ټولنه کې ګډون وکړي او د کار حق ولري. د مارکس پوتزل په وینا، یوناما د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره په خبرو اترو کې په ګډه هڅه کوي چې افغانستان له انزوا وایستل شي خو ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید د ښځو پر وړاندې شته محدودیتونه ژر لرې کړي. د افغانستان سرپرست حکومت په دې تړاو اوس څه نه وايي، خو تر دې مخکې یې ویلي چې د ښځو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع ده او نړۍ باید د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه و نه کړي.








