په هند کې یو شمېر افغان زده کړیالان دوی ته د ویزې د نه ورکړې له امله شکایت کوي. دغه زده کړیالان له سرپرست حکومت غواړي چې د افغان زده کړیالانو د ویزې ستونزې ته رسېدنه وشي. ورته مهال د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې د دغې ستونزې د حل لپاره له هندي چارواکو سره اړیکه کې دي. د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته ځينو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل چې، له همدې امله افغانانو ته د ویزې د صادرولو په بهیر کې هم ستونزې رامنځته شوې. اوسمهال چین، ایران، پاکستان، ترکیه، متحده عربي امارات او قطر هغه هېوادونه دي چې افغانانو ته ویزې ورکوي.








