د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې چنګاښ مياشتې له ۱۳ څخه ۱۵نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل، پنج آمو او هلمند) په سنديزو حوزو کې شوی دی. خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د پنجشېر، غوربند،کونړ، میدان، لوګر، لغمان، خوست، پکتیا ، پکتیکا، بغلان او غزنی سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.








