له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، په تېره یوه میاشت کې ۲۵ هېوادوال چې سیاسي څېرې، د تېر حکومت کارکوونکي او د پارلمان غړي پهکې شامل دي، بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د دې کمېسیون ویاند زیاتوي، دغه کسان د جمهوریت له پرځول کېدو وروسته له هېواده وتللي وو، خو اوس د دې کمېسیون په هڅو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. دغه کمېسیون همدا راز زیاتوي چې سلګونو کسانو د تماس کمېسیون له لوري د راستنېدو فورمونه تر لاسه کړي دي. د سرپرست حکومت ویاند یو ځل بیا له هغو کسانو چې د تحول پر مهال له هېواده وتلي، غواړي، بېرته هېواد ته راشي. تر دې دمه څه باندې ۵۲۰ تنه چې سیاسي شخصیتونه او د تېر حکومت کارکوونکي دي، هېواد ته راستانه شوي دي.








