په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې خبرداری ورکړی چې د اوسنيو وړاندوينو له مخې د اکټوبر مياشتې تر پايه به له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو لپاره د دغه سازمان مالي سرچينې ختمې شي. د افغانستان لپاره د خوړو نړيوال پروګرام رییسې هيساو ويلي رويترز خبري اژانس ته ويلي، دوی کولی شي یوازې د څو مياشتو لپاره پنځه ميليونه وګړو سره مرسته وکړي خو له هغې وروسته مالي سرچينې نه لري. هيساو وي لي ویلي، دوی د اوس او راتلونکي کال د مارچ تر پایه شاوخوا يو ميليارد ډالرو ته اړتيا لري.








