د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې د تېرو دوه لسیزو جګړې او د وچکالۍ له کبله رامنځته شوې دي. نوموړي په ارګ کې د اختر لمانځه پرمهال ویلي، سرپرست حکومت هڅه کوي چې د خلکو اقتصادي ستونزې له منځه یوسي. نوموړي ویلي، یو شمېر بهرنیان لاهم افغانان هڅوي چې د اقتصادي ستونزو له کبله له هېواد څخه ووځي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، سرپرست حکومت د هېواد د آبادۍ او شته اقتصادي ستونزو دې له منځه وړلو لپاره په مختلفو برخو کې کارونه پیل کړي، چې یو یې هم د لویو لارو بيارغونه ده. نوموړي دغه راز ویلي، له اختر وروسته به په اساسي ډول د سالنګ لویې لارې رغنیزې چارې پیل شي.








