چین وايي، د افغانستان سرپرست حکومت په اقتصادي ودې، فساد ورکولو، د نشه یي توکو د له منځه وړلو او د نظم په راوستلو کې یو لړ پرمختګونه کړي دي. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ پرون په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې امنیت خوندي دی؛ خو غوښتنه یې کړې چې سرپرست حکومت باید د نړیوالو ټولنو د غوښتنو په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي. نوموړې ویلي، اوسمهال یو شمېر افغانان له ننګونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه هم په دې اړه اندېښنه لري. هغې ویلي، چین تمه لري چې سرپرست حکومت په کور دننه د ټولو افغانانو او نړیوالې ټولنې ملاتړ راجلب کړي.








