سترې محکمې د هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه د اختر په مناسبت ۲ زره او ۱۸۷ هغه بندیان چې د بښنې وړ وو، خوشې کړې دي. له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز یې د ۴۸۹ نورو بندیانو د بند موده هم کمه کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې د بندیانو د خوشې کېدو او بند مودې د کمېدو لپاره ځانګړې پلاوي ګمارل شوي و، چې له مناسبې ارزونې وروسته یو شمېر بندیان ازاد او د ځینو نورو د بند موده کمه شوه. د یادونې وړ ده چې سرپرست حکومت تر دې وړاندې هم هر کال د روژې او اختر په مناسبت یو شمېر بندیان ازاد کړي او د ځینو نورو د بند موده یې کمه کړې ده.








