د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغانستان په روان هجري لمریز کال کې سیمهییزو هېوادونو ته د څه باندې ۳۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي. د دغه وزارت په وینا، دغه شمېر د تېر کال د درې لومړنیو میاشتو پر تله پنځه سلنه زیاتوالی ښي او ډېری دغه صادرات پاکستان، هند، چین او ایران ته شوي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، نړۍوال مارکېټ په ځانګړې توګه روسیه د افغانستان تولیداتو ته اړتیا لري او د هوايي دهلیزونو فعالېدل د صادراتو د کچې په لوړېدو کې ګټور دي. تر دې مخکې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې له افغانستانه د څه باندې دوه مېلیارد ډالرو په ارزښت صادارت شوي، چې ډېره برخه یې پاکستان، هند، چین، ایران او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.








