د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا بامیانو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي سره د امنیت، اقتصاد، د مرستو بهیر، تاریخي سیمو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او نورو موضوعاتو خبرې خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، هېواد به يې له افغانستان سره په ځانګړې توګه باميانو کې خپلو بشري مرستو او نورو همکاريو ته دوام ورکړي او په دغه ولايت کې د پرمختيايي پروژو پلي کولو ته چمتو دى.








