د احصایي او معلوماتو ملي اداره وايي چې سږ کال په هېواد کې د کرنې وړ ځمکه ۷٫۷ سلنه زیاته شوې ده. د دغه بنسټ په وینا، په ټولیزه کچه د کښت وړ ځمکه، کابو درې مېلیونه هکټاره ځمکې ته رسېږي. د دغې ادارې په وینا، د کښت وړ ځمکې، دوه میلیونه یې اوبهیزه او پاتې نوره یې للمه ده چې، د تېر پر تله په کې ۷ اعشاریه ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ورته مهال د کرنې او اوبو لګونې وزارت بیا وايي، سږ کال ډېریو کروندګرو په خپلو ځمکو کې غنم کرلي دي. او دغه وزارت په پام کې لري چې په ډېریو کرنیزو ځمکو کې د نورو غلو دانو پرتله غنم وکري. د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا له اسلامي امارته غواړي چې د غله جاتو د زیاتېدو او د کرنې د ودې په موخه هغه ځمکې چې د کرنې وړ نه دي، خصوصي سکټور ته وسپاري.








