د لوی اختر په را رسېدو سره د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي، په ټول هېواد کې یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي دي. دوی وايي، د هېواد په لویو ښارونو کې یې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه او ملي پولیس د امنیت ټینګښت لپاره په ښارونو او نورو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي چې امنیتي ځواکونو د جوماتونو، عیدګاوو او ټولو هغو ځایونو د ساتنې لپاره د امنیت بشپړ چمتوالی نیولی چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیات وي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د اختر په ورځو کې به د دغه وزارت خداماتي ادارې لکه اطفایې، ۳۰۰ بستریز روغتون او د پولیسو ۱۱۹ شمېره د احتمالي پېښو مخنیوي لپاره فعال وي.








