د بغلان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې لس لرغونې سیمي کشف شوې دي. ددې ولایت د لرغون پوهنې رییس وايي،چې د دغه ریاست مسلکي پلاوي په تاله او برفک ولسوالۍ کې ۱۰ لرغونې سیمې، چې په اسلامي او کوشاني دورو پورې تړاو لري کشف کړې دي.د نوموړي په خبره د تازه کشف شویو لرغونو سیمو په تړاو د لا زیاتو مالوماتو د راټولولو هڅې روانې دي.








