د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونسیف) وايي، چې پکتیکا ولایت کې یې زلزله ځپلو ماشومانو ته ۱۴۰ ټولګي جوړکړي او اوس مهال ۶۵۰۰ ماشومان پکې په زده کړو بوخت دي. یونیسف ویلي، چې دغو ماشومانو وړاندې تر دې هیڅ زده کړې نه وې کړې.یونیسف دغه راز ویلي، چې ددغو ټولګیو سربیره په زلزله کې ۷ ویجاړ شوي ښوونځي یې هم نړیوال بانک او د اسیا پرمختايي بانک په مالي ملاتړ بیرته رغولي، چې شاوخوا ۳۵۰۰ ماشومان پکې په زده کړو بوخت دي.








