د زابل د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، چې ۱ زرو ۷۵۰ لوی او واړه چک ډیمونه په دې ولایت کې رغول شوي دي. د یاد ریاست په خبره، چې دغه چک ډيمونه ددې ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۶۷ میلیونه ۸۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دغه راز په دې پروژو کې ۹۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.








