دوو شرکتونو د کانونو او پټرولیم وزارت تر هوکړې وروسته د پنځو کلونو لپاره د بغلان د دوشي ولسوالۍ په خواجه زید دره کې د مرمرو د یوه کان استخراج پیل کړ. د کانونو ریاست استازی وایي، چې دغه کان دوه بلاکونه لري او له دوه شرکتونو سره یې في ټن ۹۰۰ افغانۍ تړون شوی دی. ورته مهال د بغلان والي د دې ترڅنګ چې د دغه کان به فني استخراج ټینګار وکړ وویل، چې د دې کان په استخراج سره به کان ته په غځېدلې لاره پلونه، پلچکونه او سړکونه هم ځایي خلکو ته جوړ شي.








