د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د یو کال په تېریدو سره لا هم په خېمو او تل خونو کې ژوند کوي او تراوسه یې ژوند په عادی حالت کې نه دی. دوی وايي، د اوړي په راتګ سره یې په سیمه کې بېلابېلې ناروغۍ خپرې شوې او یو شمېر لویان او ماشومان په ناروغیو اخته شوي. دوی له حکومت او نړیوالو موسسو د لاسنیوي غوښتنه کوي. بل پلو د ګیان ولسوالۍ ولسوال هم د خلکو شکایتونه پر ځای بولي او زیاتوي چې خلک سرپنا نه لري او د هوا په ګرمېدو سره په مختلفو ناروغیو اخته شوي دي. یو شمېر زلزله ځپلي خلک دا ادعا کوي چې د کورونو په جوړولو او د مرستو د وېش په برخه کې بې عدالتۍ روانې دي او یوازې له هغو خلکو سره همکاري کېږي چې اړیکي ولري.








