د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي او مفتش د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې د بشري حقونو خوندیتابه، د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي. فریدون سینیرلي اوغلو چې افغانستان ته په سفر راغلی د بهرنیو او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو سره کتنه کې یې دا غوښتنې کړې دي. سینیرلي اوغلو ويلي، د لنډ وخت لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د یوه خپلواک ارزونکي په توګه ټاکل شوی، چې په ترڅ کې یې له بېلابېلو غړو هېوادونو سره خبرې کړي او فکر کوي چې نړیواله ټولنه له سرپرست حکومت سره د اړیکو ښه کولو ته لېواله ده. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د اقتصاد او کورنیو چارو له وزیرانو سره هم خبرې کړې دي.








