د افغانستان په شمال کې د کار د نړيوال سازمان استازي محمد افندي وايي، چې د بلخ ولایت د شور تیپې سړک د جوړولو چارې به ډير ژر ددې سازمان له لوري پیل شي. نوموړي د بلخ له والي سره په کتنه کې ویلي، چې د دغه سړک د سروې کار بشپړ شوى او ډېر ژر به يې د جوړولو کار پيل شي. افندي دغه راز ویلي، چې د کار نړيوال سازمان موخه د هېواد په شمال کې د سړکونو جوړول، ځوانانو ته د زده کړو زمينه برابرول او د غاليو اوبدلو، خياطۍ او د ښځو د صنعتي کارونو وده ده. د بلخ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ددې ولایت والي له افندي سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي، چې ددې ولایت په لرې پرتو سیمو کې دې بنسټیزې پروژې پلې کړي او خلکو ته دې له همدې لارې د کار زمینه برابره کړي.








