د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، دوی په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون زیانونو ته سخت اندېښمن دي. نوموړې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، وچکالۍ په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ډېره کړې او د غذایي نه خوندیتوب لامل شوې. روزا اوتو نبایوا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د اقلمي بدلون د زیانونو د مخنیوي لپاره دې له دې هېواد سره د مرستې ترڅنګ د افغانستان د سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.








