د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، هره میاشت زرګونو معلولیت لرونکو کسانو ته خدمات وړاندې کوي. په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند پروېز احمد فیضي وايي، د سره صلیب کمېټه په ټول افغانستان کې د معلولینو د توانمندۍ ۷ مرکزونه لري چې په اوسط ډول هره میاشت ۱۳زره معلولیت لرونکو کسانو ته د توانمندۍ خدمات وړاندې کوي. دی وايي په یادو ۷ مرکزونو کې تېر کال څه باندې دوه سوه زره کسان له دغو خدماتو برخمن شوي دي. په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او نورو ناخوالو له کبله په سلګونو زره کسان افغانان معلول شوي دي.








