د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر په کندهار کې يوې غونډې ته ويلي چې ډېر ژر به په هېواد کې د سمنټو ۵ لويې فابریکې فعالې شي. د نوموړي په خبره، د یادو فابریکو په فعالیدو سره به افغانستان د سمنټو له پلوه پر خپل ځان بسیا چې ورسره به بهر ته د هغو سلګونو ميليونو ډالرو مخه ونيول شي چې د سمنټو واردولو لپاره له هېواده وځي.








