د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، په دوبي کې د هوا په تودېدو سره د نس ناستې پېښې زیاتېږي او که درملنه یې ونهشي، د ناروغ د مرګ سبب هم کېدای شي. یونېسف پرون ویلي چې د افغانستان د بشرپالنې د صندوق په مرسته له خپلو روغتیایي شریکانو سره د نس ناستې لپاره د درملنې کېټونه چمتو کوي چې په دې هېواد کې به له ۱۳۷ زره زیاتو کسانو درملنه کوي. له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان کې چې اکثره خلک سمو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نهلري، د نورو ناروغیو ترڅنګ د نس ناستې د ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکړی و.








