اقتصاد وزارت د اختر بازار په نوم په نندارتون کې د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټينګار کړی. د دغه وزارت مسلکي مرستیال، د دا ډول نندارتونونو جوړېدل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور بولي او له ټولو هېوادوالو غواړي چې کورني تولیدات وکاروي. د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه وايي، په اختر بازار نندارتون کې ګډونوالو په څه باندې ۱۸۰ غرفو کې خپل لاسي صنایعې او کورني تولیدات نندارې ته ایښي چې له دې منځه له ۶۰ زیاتې غرفې بیا ښځو ته ځانګړې شوي چې لاسي صنایع، د انځورګرۍ تابلوګانې او کرنيز محصولات د دغه نندارتون مهمې برخې دي. د نندارتون ځينې ګډونوال د خپلو محصولاتو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې په نړۍوالو نندارتونونو کې ورته د ګډون زمینه برابره کړي. دغه نندارتون به څلور ورځې دوام ولري او د ۳۴ ولایتونو متشبثونو پهکې خپل لاسي صنایعې او محصولات نندارې ته ایښي دي.








