د تازه میوو یو شمېر سوداګر او پلورونکي د معیاري سړو خونو له نشتوالي شکایت لري. دوی وايي، د معیاري سړو خونو د نشتوالي له امله یې زیاتره وخت میوې خوسا کیږي او ورسره سخت تاواني کیږي. له دې سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅې کوي چې سوداګرو او پلورونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او په وینا یې د تازه میوو د صادراتو بهیر په عادي ډول روان دی او سږ کال د څه باندې اوو میلیونه ډالرو په ارزښت میوه صادره شوې ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، بانکي محدودیتونه او د سړو خونو نشتوالی د سوداګرۍ پر وړاندې اصلي ننګونې ګڼل کېږي.








