د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر نن د دغه وزارت د مرستيالانو او يو شمېر رییسانو په شتون کې د هرات ولایت شیدا د مسو کان قراردادي شرکت له مشر او مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې د هرات ولایت شیدا د مسوکان د کار د پیل څرنګوالي په اړه بحث او خبرې اترې وشوې. یاد کان، چې په تېر حکومت کې سېلک روډ میننګ شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی وو، خو هغه وخت یې د ځینو ستونزو له کبله چارې ځنډېدلې وې. د یاد شرکت مشر په دغه غونډه کې وویل چې غواړي په یاد کان باندې کار پیل کړي او په دې اړوند يې خپل وړاندیزونه د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شريک کړل. په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وویل چې که چېرې قراردادي شرکت ژمن وي، نو وزارت به ورته د کانونو د قانونو او طرزالعمل مطابق هرډول اسانتیاوې برابرې او همکاري به ورسره وکړي.








