د سره صلیب نړیوالې کمیټې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په اوږدمهال کې په افغانستان کې د بشري ناوړه وضعیت د له منځه وړلو لپاره دې ځنډول شوې پروژې بیا پيل کړي. ياده نړیواله کمېټه چې له څو لسیزو راهیسې افغانستان کې د خیر ښیګڼې کارونه کوي وايي افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې د دې ستونزې د حل لپاره پر اوږدمهالو لارو چارو غور وشي. سره صلیب له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د یوې حل لارې په توګه دې ځنډول شوې اساسي پروژې له سره پيل کړي، دغه راز دې دولتونه او پرمختیايي بنسټونه د افغانستان لر او بر کې په مهمو بنسټيزو پروژو کې پانګونه وکړي. سره صلیب پر نړیوالې ټولنې او پر هغو بنسټونو چې پرمختیايي کارونه کوي، غږ کړی چې افغانستان کې د بشري وضعیت د لانورې خرابۍ مخنیوي لپاره دې دې هېواد کې پانګونه له سره پیل کړي.








