د اوسلو غونډې ګډونوالو د دغې غونډې په دویمه ورځ د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د سرپرست حکومت د ژمنو، او د زدهکړو پر مسایلو خبرې اترې کړې دي. د اوسلو غونډې یوې سرچینې طلوع نیوز ته ویلي چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) مشرې رزا اوتونبایوا هم ګډون کړی دی. د اوسلو غونډې په دویمه ورځ، د دوحې د هوکړې پر بنسټ د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پر پېل هم بحث شوی دی. په دې غونده کې د امریکا، برېټانیا، قطر، هند او پاکستان استازي هم حضور لري. د ویلو ده چې، د اوسلو غونډه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د تړلو دروازو تر شا د سېشنبې په ورځ پېل او نن ورځ به هم دوام وکړي.








