د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران په بندخونو کې د لسګونه افغان بندیانو د خوشې کېدو او هېواد ته يې د راستنولو خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت او ایران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د بندیانو د لېږد په لړ کې داځل ۱۸۰ تنه په بند محکوم شوي افغان بندیان افغان لوري ته وسپارل شول. سرچینې زیاته کړې، چې یاد شمېر بندیان نن د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لارې د دواړو هېوادونو د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې سرپرست حکومت ته وسپارل شول. تر دې مهاله د ایران هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه ۱ زرو ۱۳۱ تنه افغانان خپل هېواد ته رانتقال شوي دي.








