په ناروې کې د افغانستان د وضعیت په هکله د اوسلو غونډې په نوم یوې غونډې په کار پېل وکړ. د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انېکن هویټفلډ ویلي چې په دغې غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوي او ځينې مدني فعالان کډون لري او ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د سرپرست حکومت کړنې وڅېړل شي. مېرمن هویټفلډ ویلي چې دا غونډه د اوسلو او کابل په ګټه ده. تمه کېږي، چې په دې غونډه کې له نړۍ سره د سرپرست حکومت کړې ژمنې هم وارزول شي. بل خوا، په دې غونډه کې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر رییس د سرپرست حکومت د استازي حضور او د افغانانو د بشري ستونزو په تړاو خبرې ښه او مهم اقدام بولي. په دې غونډه کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي خان درانی ګډون کوي.








