د باميانو ولايت په دويم نمبر یکاولنګ ولسوالۍ کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو له امله د سړکونو ځينې برخې، کرنيزې ځمکې او د اوبو کانالونه ويجاړ کړي دي. د دغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس وايي چې د دوى د لومړنيو معلوماتو له مخې د دغه ولايت د دوهم نمبر يکاولنګ ولسوالۍ کې سيلابونو ١٥٠ کيلومتره سړکونه، د خلکو کرنيزې ځمکې، د اوبو کانالونه، دوکانونه، کورونه، جوماتونه او ښوونځي ويجاړ کړي دي. هېره دې نه وي، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو اورښتونو له امله راوتلي سېلابونه د هستوګنې کورونو، کرنيزو ځمکو، سړکونو او نورو عامه تاسيساتو د ويجاړېدو لامل شوي دي.








