د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوړو نړیوال سازمان له مرستیال کارل سکاو سره په کتنه کې له افغانستان سره د مرستو د زیاتوالي او د پراختیايي پروژو د تطبیق غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي چې په هېواد کې پراختیايي پروژې به د کار زمینه برابره کړي او د ځوانانو د کډوالۍ مخه به ونیسي. په دې کتنه کې د خوړو د نړيوال سازمان مرستيال ویلي، دوی هڅه کوي د افغانستان هغو خلکو ته چې د جګړو او اقليمي بدلونونو له امله زيانمن شوي دي زياتې بشري مرستې ورسوي. نوموړي ویلي پخوا فساد یوه عمده ستونزه وه چې له نېکه مرغه له منځه تللې. نشه یي توکي کم شوي او په افغانستان کې سراسري امنیت تامین شوی.








