د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونيسف وايي، په افغانستان کې په هرو پنځو ماشومانو کې یو یې په کار بوخت دی. د دغه بنسټ د مالوماتو له مخې، ناخوندي کډوالي، له کورنۍ بېلوالی، په ناچاودو توکو کې ژوبلېدل او له ښوونځي وتل هغه لاملونه دي چې افغان ماشومانو یې کار ته اړ کړي دي. ملګرو ملتونو ویلي، په تېرو څو کلونو کې د کرونا وبا، جګړو او کړکېچونو له امله د کارګرو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالي راغلی دی. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ګڼ شمېر ماشومانو په کې لا هم سخت کارونه کوي. د افغانستان سرپرست حکومت که څه هم کره شمېر نه لري، خو ادعا کوي چې د کارګرو ماشومانو شمېر یو میلیون ته نه رسېږي.








