د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په تېرو شاوخوا لسو میاشتو کې د کابل ښار په روغتونونو کې د ۱۰۰۰ تنو سوري زړه ناروغانو درملنه شوې ده. د دغې ادارې د چارواکو په وینا اوسمهال له دوی سره شاوخوا ۱۱ زره او ۵۰۰ د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان ثبت دي چې درملنې ته اړتیا لري. ډاکټران په خپل سري ډول د میندو له لوري د درملو کارول، د چاپریال ککړتیا او د روغتیايي سپارښتنو نه مراعتول په ماشومانو کې د دغې ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه په ګوته کوي.








