د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه تازه راپور په اړه یې د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د مدافعانو د ډلې له چارواکو سره خبرې کړي. مېرمن امیري تېره شپه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو د ناوړه وضعیت په اړه د حساب کتاب او د هغوی ژوند ته د رڼا د راوستلو د هڅو لپاره د دې دوو بنسټونو مننه کړې.








