بریتانیا د افغانستان لپاره په خپل سفارت کې نوی شارژدافېر وګوماره. د بریتانیايي رسنیو د راپورونو له مخې رابرت ډیکسن به په راروانه جولای میاشت کې په قطر کې خپل ماموریت پیل کړي. واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادو د افغانستان لپاره خپلې ډیپلوماتیکې استازولۍ دوحې ته ولېږدولې. ډیکسن له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په کابل کې د بریتانیا د سفارت د شارژدافېر او مرستیال سفیر پر دندو کار کړی. نوموړی له ۳۴ کلونو راهیسې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې دنده لري او مخکې یې په بنګلهدېش، بالکان، متحده ایالتونو او فلیپین کې هم کار کړی.








