بهرنیو چارو وزارت له پاکستان څخه یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې د افغانانو د نیولو لړۍ دې ودروي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې پاکستان له تېرو څو ورځو راهیسي یو ځل بیا په بېلابېلو نومونو سره په دې هېواد کې افغانان نیسي او ځوروي. نوموړي دغه راز ویلي، چې بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې خپلو ټولو دیپلوماتیکو استازولیو ته لارښونه کړې، چې هلته دې د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وشي.








