د ا افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، چې د افغانستان سرپرست حکومت داسې تګلارې پلي کړي چې سږکال یې د کوکنار په تولید کې د پام وړ کمښت راوړی، د اعتبار وړ او مهم دي. نوموړي په یوه ټویټ کې زیاته کړې، چې هر هیواد له نشه یي توکو پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري.








